د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته، د اجراییه ریاست د لغوې فرمان صادر او ودانۍ به یې ټوله تخلیه شي.
باوري سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د اجراییه ریاست د لغوې فرمان د ولسمشر غني لخوا لاسلیک شوی هم دی او یوازې د لوړې مراسمو ته انتظار باسي.
د سرچینې په خبره، ډېر احتمال شته چې د اجراییه ریاست ودانۍ ولسمشر غني خپلو سترو سلاکارانو ته ورکړي.
سرچینه وايي، د کابینې پر جوړولو هم کار روان دی او ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره د خپلې وینا متن هم برابر کړی دی.
د لوړې مراسمو کې به د یو شمېر هېوادونو مشران او سفیران برخه ولري.