شاهین: حکومت سره هېڅ راز خبرې او مذاکره نه کوو

0 543

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، له افغان حکومت سره د خبرو او مذاکراتو هېڅ ډول پلان نه لري او نه هم دغه موضوع له امریکا سره د سولې هوکړه کې ذکر شوې.

د هغه په وینا، دوی به د افغانستان له نورو جنګي برخو سره خبرې وکړي نه حکومت سره.

سهیل شاهین د بریټانیا (انډیپنډنس) ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه چمتو شوې او تر راتلونکې یوې ورځې پورې به یې د لاسلیک کیدو دقیقه نیټه اعلان شي.

د هغه په خبره، له امریکا سره هوکړه کې د اوربند په اړه هېڅ راز یادونه نه ده شوې.

ده همداشان ویلي چې د تړون لاسلیک کیدو پرمهال به د نړۍ ۲۴هیوادونه هم د شاهدانو په توګه موجود وي

Leave A Reply

Your email address will not be published.