امریکایي سناتور ګراهام په ټاکنو کې ولسمشر غني او افغانانو ته مبارکي ورکوم

0 89

وتلي جمهوري غوښتونکي امریکایي سناتور لیندزي ګراهام ولسمشر غني ته د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا مبارکي وکړه.

نوموړي پخپل ټویټر لیکلي: ((په ټاکنو کې ولسمشر غني ته د بریالي کېدو او افغانانو ته له دې امله مبارکي ورکوم، چې په ټول قوت یې یوه ډیموکراتیکه پروسه بشپړه کړه.))

تر دې وړاندې اروپایي ټولنې ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریالي کېدو مبارکي ورکړې او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې اروپایي ټولنه به د هغه په مشرۍ له راتلونکي حکومت سره ګډ کار وکړي او دغه راز ملګرو ملتونو هم بیا ډاډ ورکړی چې دوی له راتلونکي حکومت سره په ګډه کار کوي او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه یې غوښتي چې د معترضو نوماندانو مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.