عبدالله اروپايي ټولنې ته: توضیحات راکړه چې ولې مو غني ته مبارکي ورکړې؟

0 174

د حکومت پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی دی، چې ژر تر ژره باید ماته توضحیات راکړئ چې ولې مو غني ته ټاکنو کې د بري له امله مبارکي ورکړې؟

د عبدالله عبدالله له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ر اغلي، چې اروپايي ټولنې مونږ سره زیاتې مرستې کړې دي او نه باید غني ته مبارکي ورکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، کابل کې د اروپايي ټولنې مېشت سفیر دې مونږ ته توضحیات راکړي او خپل دریځ دې بیان کړي.

اروپايي ټولنې تېره شپه ولسمشر غني ته ټاکنو کې د بري له امله مبارکي ورکړه.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي که اروپایي ټولنه جلالتماب عبدالله ته جواب ورنکړی دغه ښاغلی به څه وکړي؟

Image may contain: text

Leave A Reply

Your email address will not be published.