حامد کرزي له خلیلزاد څخه د ټاکنو د باطلېدو غوښتنه کړې

0 361

مخکېني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه غوښتي، چې له ټولو لارو چارو کار واخلي او د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې باطلې کړي.

سرچینو ویلي، حامد کرزي له خلیلزاد دغه غوښتنه تېره شپه ناوخته په خپل استوګنځي کې کړې ده.

د سرچینې په خبره، حامد کرزی د ۱۳۹۸ کال ټاکنو کې د محمد اشرف غني په غوڅې بریا شدیدآ خپه او ناراضه دی، ځکه یې تېره شپه زلمي خلیلزاد ته مخامخ ویلي، چې له نړیوالو سره لاس یو او ټاکنې باطلې اعلان کړئ.

سرچینې ټينګار کړی، چې زلمي خلیلزاد حامد کرزي ته خطاب کې ویلي، چې ټاکنې د افغانستان کورنۍ مسله ده او مونږ پکې د مداخلې حق نه لرو.

یوې بلې سرچینې رسنیو ته څرګنده کړې، چې د پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله لخوا د موازي حکومت اعلان طرحه هم د حامد کرزي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، دا ټاکنې تحمیل شوې دي او افغانستان ته یې زیان واړوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.