افغان هوايي ځواک بلخ کې د طالبانو موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې بمبارد کړ

0 310

د ځانګړو عملیاتو قول اردو وایي، د افغان هوايي ځواکونو سوپر ټوکانو جنګي الوتکو تېره شپه دولس بجې د بلخ ولایت چهار بولک ولسوالۍ په بیست پیکال سیمه کې د طالبانو یو لوی موټر چې له چاودېدونکیو توکو ډک و، هدف ته له رسېدو وړاندې بمبارد او تخریب کړی يې دی.

د یادې قول اردو خبرپاڼه کاږي چې طالبانو غوښتل دغه هاموې ټانک چې څه موده وړاندې ددې ډلې لاس ته لوېدلی و، د ملکي خلکو په منځ کې ورته چاودنه ورکړي، چې هدف يې خنثی شو.
طالبانو بیا تر اوسه ددې خبر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Leave A Reply