رولا غني: افغان ټولنه طالبان مني، خو د ښځو په حقونو معامله نه کوي

0 151

د افغانستان لومړۍ مېرمنې د ملګرو ملتونو له لوري په سوله کې د ښځو د مقام او ځای په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل، افغان ټولنه طالبان مني، خو دغه کار د ښځو د حقونو په بیه نشي کولی.

نوموړې ټینګار کړی چې طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او باید ومني چې افغان ټولنه د ۲۰۰۱ کال په پرتله ډېر بدلون کړی دی: «افغان ښځې اوس خپل غږ لري، په مذاکراتي ټیم کې شته دي او سوله کې مهم رول لوبوي.»

ملګرو ملتونو یو وار بیا ژمنه کړې او ویلي یې دي، د هغې سولې ملاتړ کوي چې د ښځو حقونه په کې خوندي وي.

Leave A Reply