نړیوال بانک افغانستان سره د مرستو دوه بستې تصویب کړې

0 147

د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د کرونا له امله په افغانستان کې د رامنځته شویو منفي اغېزو د راکمولو په موخه د ۳۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان لپاره د مرستو دوه بستې تصویب کړې.

له وړاندې حکومت د دغو مرستو د وېش لپاره د ملي دسترخوان په نوم پروګرام ترتیب کړی، چې د نړیوال بانک په ملاتړ تطبیق کېږي.

د دغو مرستو ۲۸۰ میلیونه یې د ملي دسترخوان د عملي کولو لپاره جلا شوې دي.

د حکومت د معلوماتو پر اساس د ملي دسترخوان له لارې به په ټول هېواد کې ۲،۹ میلیونه کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستل شي چې د ټول هېواد ۹۰ په سلو کې خلک جوړوي.

 حکومت اعلان کړی چې ملي دسترخوان پروګرام همدا اوس مهال د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزو شوراګانو له لارې دوام لري.

Leave A Reply