د خواف ـ هرات ریل پټلۍ چارې ۹۵ سلنه ترسره شوي

0 117

د خواف ـ هرات ریل پټلۍ چې افغانستان له ایران سره نښلوي، چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې ۵ سلنه به یې هم ژر ترسره شي.

د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې عمومي رئیس او د ټولګټو وزارت سرپرست یما شمس وایي، د هرات- خواف رېل پټلۍ د جوړولو چارې ۹۵ سلنه پر مخ تللې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د ۲۲۵ کیلومټرو په مجموعي اوږدوالي په ۴ برخو کې د ایران او افغانستان ترمنځ جوړېږي.

دغه ریل پټلۍ د ایران له خواف تر شمتیغ سرحدي سیمې او له هغه ځایه د هرات تر غوریان ولسوالۍ پورې جوړېږي.

Leave A Reply