طالبانو خاکجبار کې له یو سرتېري سر غوڅ دوه نور يې په ډزو شهیدان کړي

0 118

وسله والو طالبانو تېره ورځ د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عامه نظم له یو سرتېري سر غوڅ کړی او دوه نور يې په ډزو شهیدان کړي دي.

یوې امنیتي سرچینې وویل، چې دا درې سرتېري وړمه ورځ طالبانو له ځانه سره ژوندي بیولي وو، چې تېره ورځ يې شهیدان کړي دي.

د سرچینې په خبره، د سرتېرو جسدونه د کلي د خلکو په مرسته د طالبانو له ساحې ایستل شوي دي.

افغان چارواکو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

Leave A Reply