طالبانو تخار کې یو تاریخي ښوونځی سوځولی دی

0 148

د راپورونو پر اساس، بېګاه ناوخته طالبانو  د تخار ولایت په مرکز کې د ابو عثمان تالقاني لېسه سوځولې ده.

د لومړنیو راپورونو پر اساس، دغه لېسه په بشپړ ډول سوځېدلې ده. په دې لېسه کې شاوخوا ۳ زره زده کوونکې زده کړې کولې او په شمال کې یو لرغونی ښوونځی بلل کېده.

تر اوسه چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پوهنې وزارت ښوونځي عامه تاسیسات بللي او د وسله والو دغه عمل یې په کلک غندلی دی.

Leave A Reply