د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات ځنډېدلي

0 121

ټاکل شوې وه چې سبا د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات وشي، خو د مختلفو عواملو له وجې وځنډېدل.

خو ځینې سرچینې بیا وایي، چې دغه مذاکرات په بشپړ ډول ځنډېدلي نه دي، بلکې د تخنیکي تیاریو لپاره یې نېټه شاته غورځېدلې، خو لا هم دویمه نېټه نه ده مشخصه شوې.

افغان حکومت او طالبان یو پر بل د مذاکراتو د ځنډېدو پړه اچوي، خو تازه واشنګټن پوسټ ته ولسمشر غني په یوې لیکلې مقاله کې ویلي، چې افغان حکومت د سولې لپاره ټول لوړ قېمت ادا کړی، او اوس وار د طالبانو دی.

طالبانو په یوې خپرې کړې اعلامیه کې له حکومت سره مخامخ مذاکرات ځنډولي او یو وار بیا یې ویلي چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني.

په داسې حال کې چې د ۵ زره بندیانو تر خلاصېدو وړاندې یې ویل، چې که بندیان یې خوشې شي حکومت سره مذاکراتو ته چمتو دي.

د طالبانو وروستي دریځ د دې ډلې په سیاسي راتلونکې شکونه زیات کړي او خلک یې په دې ډلې بې باوره کړي دي.

Leave A Reply