د افغانستان هوايي چلند ادارې د قرنطین پر مهال ۴۰ میلیونه ډالره تاوان کړی

0 117

د هېواد د هوايي چلند ادارې د کرونا له امله د قرنطین پر مهال، ۴۰ میلیونه ډالر زیان لیدلی دی.

د هوايي چلند ادارې د مالوماتو پر اساس، د کرونا له امله د قطرنتین په شمول د پاکستان او هند تر منځ وروستیو سیاسي لانجو او د پروازونو درېدو هم د دوی پر عایداتو منفي آغېز کړی دی.

یادې ادارې هیله څرګنده کړې ده، چې هېواد کې د سولې په تامین سره به د سیلانۍ کچه لوړه شي، چې د عایداتو په زیاتوالي به مثبت تاثیر وکړي.

په همدې حال کې د هوایي چلند ادار ویلي، افغانستان کې فعاله هوايي شرکتونو د قرنطین پر مهال په کور دننه ۴۱۲ او بهر بیا ۲۲۲ پروازونه ترسره کړي دي.

د شمېرنو له مخې، همدا راز په یاده موده کې افغانستان  د هوايي دهلېزونو له لارې نورو هېوادونو ته ۳۲۵۱ ټنه سوداګریز توکي انتقال کړي دي

Leave A Reply