خټک: ترهګرپالي هېوادونه خپلواک افغانستان نشي زغملی

0 134

پښتون سیاستمدار افراسیاب خټک د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، نن هم هغه زوړ دښمن په نوې جامه کې د افغانانو په استقلال یرغل کوي.

ښاغلی خټک پوښتنه کوي، ترهګرو ته څوک راکټونه ورکوي چې د استقلال د جشن په ورځ یې په کابل ګوزار کړي؟

ښاغلي خټک ټولو افغانانو ته د افغانستان د بشپړې ازادۍ ګټلو ورځې مبارکي ورکړې او په وینا یې، د ستر امان الله خان نوم به تلپاتې وي: «د استقلال د ساتلو مبارزه نن هم روانه ده، افغانانو یو موټی شئ.»

د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړو علي وزیر، محسن داوړ او ګڼو نورو فعالانو د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو مبارکي ویلې او د دې خپلواکۍ د ساتلو لپاره یې د ګډ دښمن پر وړاندې په یووالي په مبارزې ټینګار کړی دی.

Leave A Reply