افغان امنیتي ځواکونو د داعش قاضي القضات وواژه

0 196

د افغانستان د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د داعش خراسان څانګې قاضي القضات عبدالله اورکزی په هدفمند عملیاتو کې وواژه.

د ملي امنیت عمومي ریاست له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اورکزی چې طالبانو سره یې تخنیکي همکارۍ هم درلودې او د ننګرهار ولایت په محبس ترسره شوي برید کې ښکېل وو، د ملي امنیت ځواکونو لخوا وژل شوی دی.

خبرپاڼه کاږي، چې اورکزي د ملکي وګړو د وژنو فتواوې ورکولې او د خلکو سرونه يې هم غوڅول.

ملي امنیت نه دي ویلي، چې اورکزی يې چېرته وژلی دی.

Leave A Reply