زمری پیکان د ځانګړو ځواکونو لخوا ونیول شو

0 174

امنیتي سرچینې وايي، چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د عامه نظم پولیسو پر پخواني قوماندان جنرال زمري پیکان هدفمند عملیات ترسره کړي دي، چې هغه يې نیولی دی.

ولسمشر غني څو میاشتې مخکې کورنیو چارو وزارت ته د زمري پیکان د نیولو امر کړی وو.

زمري پیکان باندې تور پورې دی، چې له خپلې دندې يې ناوړه استفاده کړې او ځینو نورو لویو جرایمو کې هم لاس لري.

پیکان د محکمې له لوري په څو کاله بند محکوم شوی دی. هغه کلونه بهر کې اوسېده چې اوس کابل ته په راتګ د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

Leave A Reply