د علیپور ملېشو د کندهار ۵ اوسېدونکي برمته کړي دي

0 163

د غزني ولایت جاغوري او مالستان ولسوالیو مربوطاتو کې د علیپور خپلسرو مېشو د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ۵ تنه اوسېدونکي برمته کړي او یو يې وژلی دی.

قومي مشران وايي، چي یاد کسان موټر چلوونکي وو چې د سپين بولدک له وېش څخه یې د هزاره قوم مسافرین وړل، راول.

په دې وروستیو کې له هزاره علیپور څخه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.

خلک شکایت کوي، چې علیپور د ملکي خلکو په وژلو، ځورولو او تښتونه کې لاس لري، چې حکومت يې باید ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. علیپور د سروردانش، خلیلی، محقق او د ایران د ملاتړه برخمن دی او تر اوسه یې سلګونه جنایتونه کړي دي.

Leave A Reply