ننګرهار کې د خرما حاصلات د تېر کال په پرتله درې برابره شوي

0 125

د ننګرهار د کرنې مسوولین وایي، سږ به پنځه ټنه خرما ترلاسه شي، چې د تېر کال په پرتله يې حاصلاتو کې درې برابره زياتوالی راغلی دی.

د دوی په وینا، د سږني حاصل د زیاتوالي لامل په بڼ کې د شته خرما بوټو ښه پالنه، روزنه، پر وخت په خرما بڼ کې شته ونو ته د سرې ورکړه، شاخه بري، نرمکاري او دوا پاشي ده.

د خرما دغه بڼ په شاوخوا څلویښت جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې په کې د شپږ ډوله خرماو ۲۷۰۰ بوټي شته دي.

د ننګرهار د وادې کرنیز شرکت وایي، په دې ولایت کې د سبزیجاتو د ساتلو لپاره د زرو شنو خونو جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Leave A Reply