پنځه اتیا کلنه ښځه خپل د مړينې تر اعلان لس ورځې وروسته خپل کورته راستنه

0 516

۸۵ کلنه ښځه خپل د مړينې تر اعلان لس ورځې وروسته خپل کورته راستنه شوه

په هسپانیا کې يوه ۸۵ کلنه ښځه چې په کرونا ناروغۍ اخته شوې وه، د «مړينې او تدفین» اعلان لس ورځې وروسته خپل کور ته راستنه شوې. کورنۍ يې وايي د اعلان له مخې هغه لس ورځې مخکې مړه او ۹ ورځې مخکې خاورو ته سپارل شوې هم وه.

د هسپانيا پلازمينه مادريد څخه د خپرو شوو رپوټونو په حواله، د «لاووز دې ګالیسيا» په نوم ورځپاڼې وايي، دغه میرمن د هسپانيا په شمال کې پروت کوچني ښار، زووي کې ژوند کوي. هغه د زړو افرادو په يوه هستوګنځای کې اوسیده چې هلته په کرونا ناروغۍ اخته شوې وه او بيا په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

د رپوټونو په حواله، دغه ميرمن او خاوند يې دواړه تقاعد شوي کسان دي او په يوه ګډ کور کې اوسيږي. د جنوري مياشتې په منځ کې هغه روغتون چې دغه زړه ښځه پکې بستر وه، د هغې کورنۍ ته خبر ورکړی وو چې هغه مړه شوې او سبا به خاورو ته وسپارل شي.

د جنازې او تدفین په مراسمو کې د ګډون ممانعت

د دغې ښځې نوم روګيليا بلانکو ښودل شوی دی. د بلانکو کورنۍ د هغې د مړينې خبر په اوريدو سخت خپه شوي ول، خو هغوی د لګول شوو کرونايي محدوديتونو له کبله اجازه نه درلوده چې د هغې د جنازې او تدفين په مراسمو کې ګډون وکړي.

د روگيليا بلانکو په ظاهري مړينې تر ټولو ډير د هغې خاوند غمجن شوی وو. خو د هغه ميرمن ۹ ورځې وروسته (د جنوري په ۲۳مه) په خپله خپل کور راستنه شوه. د رپوټونو له مخې، د روګيليا بلانکو خاوند د خپلې ښځې په لیدو ډير خوښ شو او بیا يې خپلو خپلوانو ته هم خبر ورکړ چې روګيليا ژوندۍ ده.

وروسته روښانه شوه چې د هغې د مړينې په خبر کې د روغتون کارکوونکو تيروتلي وو. په اصل کې يوه بله د ډير عمر ناروغه ميرمن چې نوم يې تقریبا د روګيليا بلانکو نوم په څير وو مړه شوې وه. د روغتون کارکونکو پر هغې د روګيليا بلانکو ګمان کړی وو او د اصلي مړې شوې ښځې پر ځای يې د روګيليا د مړينې خبر ورکړی وو.

د غلط خبر خپرولو بښنه

تر دې وروسته د روګيليا خاوند، رامون بلانکو د «لاووز دي ګالیسيا» ورځپاڼې ته وويل: « کله چې ما ته زما د ميرمن د مړينې خبر راکړل شو نو هيڅ باور مې نه کيده، خو ما هره ورځ ډير وژړل. زه اوس ډير خوښ یم چې ميرمن مې ژوندی ده او بيرته کور ته راغلې.»

په زووي ښار کې د «سان روزيندو فاونډيشن» چې د زړو افرادو هستوګنځايونه مدیریت کوي او اړوند روغتون له روګيلیا بلانکو او د هغې له کورنۍ څخه د خپل غلط خبر خپرولو له امله بښنه غوښتې ده. دوی نه يوازې د هغې د مړينې خبر ورکړی وو بلکې د هغې د تدفين نيټه يې هم ښوولې وه.

دویچه وله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply