بریتانیا: افغان ځواکونو سره د ترهګري ضد جنګ کې اوږه په اوږه ولاړ یو

0 238

 د بريتانیا لومړی وزیر بوریس جانسون وايي، دوی به له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
تېره شپه ولسمشر محمد اشرف غني د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټیلیفوني خبرې کړي او دواړه لوري د افغان سولې پر پروسې، دوه اړخیزو همکاریو او د افغان ځواکونو په اړه غږیدلي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د بریتانیې لومړي وزیر د افغان سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی او همداشان یې په افغانستان کې د یو دایمي اوربند غوښتنه کړې.
باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړې کېدو هڅې ډېرې شوي، چې تېره چهارشنبه د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر هم په همدې موخه روسیې ته تللی و.

Leave A Reply

Your email address will not be published.