وسله والو کسانو نن سهار مولوي فیض محمد فایض ترور کړ

0 530

د کندز د علماوو شورا پخوانی رئیس او د کابل د عربي دارالعلوم استاد، مولوي فیض محمد فایض د ناپېژانده وسله والو له لوري نن سهار د کابل ښار په خېر خانې کوتل سیمه کې شهید شو.

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي چې هغه نن سهار د سهار لمانځه لپاره مسجد ته پر لار و، چې وسله والو ورباندې برید کړی او شهید کړی یې دی.
که څه هم تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د هېواد بانفوذه خلک، دیني عالمان، استادان او یو شمېر مدني فعالان د طالبانو له لوري وژل کیږي.
استاد فیض محمد په هېواد کې د طالبانو له لوري روانه جګړه ناروا بلله او اکثره وخت به یې د نظام په ملاتړ خبرې کولې.
اوس باور دا دی، چې طالبان په هېوا کې هغه علما‌ء په نښه کوي، چې ددوی له لوري پیل شوې جګړه له دیني اړخه ناروا بولي او دا ډله یې د ځواب لپاره دلایل نلري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply