پاکستاني طالبان: د ظالم نظام پوځي صادق خان مو وواژه

0 139

پښتونخوا – بنو: د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند، محمد خراساني، سیحون نیوز ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې مجاهدینو یې تیره ورځ د خیبرپښتونخوا، د بنو ولسوالي په ټاون شپ سیمه کې د صادق خان په نوم یو پوځي تر تعقیب وروسته ځای پر ځای وواژه.

د خراساني په خبره، هر هغه څوک به په خپل نوبت ووژني، چې د یوې ورځې لپاره یې هم د پاکستان د ظالم نظام په ګټه ټوپک او لباس په غاړه کړی وي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.