د سولې لار نقشه؛ ولسمشر غني: واک نه؛ بلکې د نظام دوام غواړم

0 153

د واک د انتقال اساسي او مشروع لار ټاکنې دي، او هیڅ وخت به په دې برخه کې معامله ونه شي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې افغانانو اوږده موده جګړه لیدلې او سولې ته د رسېدو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي؛ خو که وپوهيږي، چې د افغانستان خپلواکي له ګواښ سره مخ ده؛ نو د سر په بیه به دفاع وکړي.
نوموړي د سولې لار نقشې د تشریح پرمهال ویلي، چې د واک وږی نه دی؛ خو د افغانستان د اوسني نظام څخه ننګه یې فریضه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې هیڅ وخت به د واک دوام ونه غواړي؛ خو د نظام د دوام لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
د یادې نقشې د تشریح پر مهال ولسمشر غني ویلي، چې له طالبانو اوربند او له ملګرو ملتونو پر یاد اوربند څار غواړو او همداشان له هغو هېوادونو، چې د ترهګرو ډلو په ملاتړ کې لاس لري، هیله کوو، چې د یادو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.
باید یاده شي، چې د ولسمشر له دې طرحې سره طالبانو مخالفت ښودلی، چې په کور دننه یې د یادې ډلې پر وړاندې ګڼ شمېر توند غبرګونونه را پارولي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.