طالبان؛ د غني طرحه نه منو

0 159

د طالبانو سیاسي دفتر وایې دوی د ولسمشر محمد اشرف غنې له طرحې سره موافق نه دي.
ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د سولې د خبرو په تړاو نوې طرحه له مصالحې عالي شورا سره شریکه کړې ده.

په دغه طرحه کې غني انتقالي، مشارکتي او د ټاکنو له لارې حکومت تر سره کېدو ته اشاره کړې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وایي د ولسمشر محمد اشرف غني په طرحه کې مشارکتي، انتقالي او د ټاکنو له لارې حکومت دوی ته د منلو نه دي ځکه دا ټول د افغان سولې ستونزې نه حلوي.

 طالبان په داسې حال کې د ولسمشر محمد اشرف غني طرحه ردوي چې دوی د ترکیې استانبول ناستې لپاره هېڅ تیاری نه لري.
په همدې حال کې بیا افغان سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې طالبان د ترکیې ناستې په ځنډولو غواړي لا ډېر امتیاز تر لاسه کوي

Leave A Reply

Your email address will not be published.