د اسلامي علماو نړیواله ټولنه: افغانستان کې د طالبانو جګړه ناروا ده

0 141

د اسلامي علماوو نړيوالې ټولنې ( اتحاد علماء المسلمین) ویلي، افغانستان کې روانه جګړه، افغان وژنه او مسلمان وژنه ده.
د یادې ټولنې مرکز چې قطر کې دی، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت یې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي، ځکه دوی په دې جنګ سره یوازې خپل ځانونه تر تباهۍ رسوي.

د دې ټولنې په اعلامیه کې د قرانکریم د ایاتونو استناد سره د یو مسلمان په لاس د بل مسلمان وژل منع اوحرام بلل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم سلګونه ځله په کور دننه، سیمه ایزه او نړیواله کچه د نړۍ د مشهورو دیني عالمانو له لوري په افغانستان کې د طالبانو جګړه نا روا بلل شوې، خو طالبانو بیا د دغه ډول څرګندونو په وړاندې چوپتیا اختیار کړې او هیڅ ډول عکس العمل یې نه دی ښودلی .

Leave A Reply