د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان له دریځ نه یو خبر

0 579

پاکستان- اسلام اباد: د پاکستان د پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ نن ورځ د پاکستان پارلمان کې د اعتراض په ډول وویل، چې د پاکستان پوځي حکومت، د پاکستان دیپلماسي یرغمل کړې او د افغانستان د سولې د پروسې اړوند د پاکستان دریځ او کردار یې؛ له پارلمان پټ ساتلی، همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته هم مالومات نه شته، چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان دریځ څه دی.

داوړ د پارلمان؛ له مشر غوښتنه وکړه، چې د پوځ له لوی درستیز څخه د افغانستان د سولې په اړه وضاحت وغواړي.

همدارنګه یې د پاکستان پارلمان ته وویل، چې دا به؛ له ګواښ ډکه پایله ولري، چې خلیلزاد او د پاکستان د پوځ لوی درستیز د بندو دروازو شاته د پاکستان د پوځ په مرکزي قومانداني کې پرېکړې کوي او د پاکستان په ملکي حکومت باور نه لري او نه هم څوک په دې اړه مالومات ورکوي.

داوړ د خپلو خبرو په جریان کې دا هم وویل، چې د پاکستان د لبیک تحریک TLP د پېژندګلوي اړوند د څېړنو لړۍ، چې د پوځ په غوښتنه تړل شوې باید بېرته پیل شي.

د پاکستان د لبیک تحریک چا جوړ کړی او د کومې موخې لپاره خلک جهاد او افراطیت ته رابولي؟

د طالبانو او د پاکستان د لبیک تحریک تر منځ څه اړیکه ده…؟ دا او دېته ورته پوښتنې باید مسولانه ځواب شي!

طالبان مو ولې جوړ کړل، د څه لپاره مو افغانستان کې وجنګول او ولې یې ملاتړ کېږي؟

که د پاکستان پوځ د پاکستان ملکي حکومت ته د پرېکړو حق ور نه کړي، هیڅ کله به پاکستان د پردیو لپاره د کرایې؛ له جګړې بهر نه شي او همدا د جنګي قراردادونو اخیستل د پاکستان بربادي ده!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply