د ماشومانو روزنې لپاره؛ نړیوال بانک ۲۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

91

نړیوال بانک له افغانستان سره د ماشومانو د زدکړو په برخه کې ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.

یادې مرستې به ماشومانو ته د خوندي درسي چاپېریال په جوړولو او په دې برخه کې به د ستونزو د کمولو په موخه د اقرا برنامې له لارې د پوهنې وزارت سره ترسره کيږي.

په یادې مرستې به دغه راز استادانو ته روزنیز پروګرامونه او همداشان د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي، تر څو د زده کوونکو لپاره مناسب درسي چاپېریال رامنځته شي.

یاد بانک همداراز له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده.

باید یاده شي، چې لاهم د هېواد په یو شمېر برخو کې ښوونځي تعمېرونه نه لري او د ځېنو هغو یې طالبانو د سنګر په ډول استفاده کړي، چې  تقریبآ له منځه تللي دي.

Comments are closed.