پاکستاني پوځیانو بلوچستان کې د یوې کورنۍ درې غړي تښتولي

98

 بلوچستان- کیچ: د محلي منابعو په استناد سیحون نیوز ته راغلي مالومات په ډاګه کوي، چې پاکستاني پوځیانو د بلوچ نسل‌وژنې په تسلسل د یوې کورنۍ درې غړي، چې وروڼه دي تښتولي.
محلي منابع وایي، چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه درې بجې د کیچ ولسوالي په مرکز تربت کې د سعید بلوچ له کور د هغه درې زامن هر یو “ندیم، نسیم او شوکت”؛ له ځان سره غیری قانوني یرغمل یوړل.
تر دې وړاندې د روان میلادي کال د مارچ په ۱۱ نېټه د پاکستان پوځ، “چراغ بلوچ” هم تښتولی و، چې د بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ په هلو‌ځلو پیدا کړل شو.
له ۲۰۰۰ کال راهیسې د پاکستان پوځ ګڼ شمېر بلوچان وژلي او لادرکه کړي یې دي د ورکو شو بلوچانو د بیاموندلو لپاره “ماما قدیر بلوچ” له کلونو راهیسې مدني هلې‌ځلې کوي؛ خو د پاکستان عدالتي ادارې هیڅ مثبت ځواب نه ورکوي؛ لا هم د بلوچانو نسل وژنه روانه ده.

Comments are closed.