پونتېکورو: افغانستان یواځې نه پرېږدو

112

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتیکورو سره کتلي دي.

له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې ليدنه کې د ناټو ځواکونو د منظم انتقال لپاره په ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د سرچینې په خبره په دې لیدنه کې پونټیکورو له افغانستان څخه د ناټو سرتېرو له وتلو وروسته هم له یاد هېواد سره د اړیکو پر پراختیا او دوامداره مرستو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې ناټو به هیڅ وخت افغانستان په سختو حالاتو کې پرېنږدي.

وروسته له هغې، چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه په ډاګه شوه؛ دا لومړی ځل دی، چې د ناټو ملکي استازی افغانستان کې د ملي امنیت سلاکار سره د ناټو سرتېرو پر وتلو خبرې کوي.

باید یاده شي، چې اوس مهال له افغانستان څخه په رسمي ډول د بهرنیو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوې، چې تېره پنج شنبه ۱۰۰ امریکايي سرتېري په یوه الوتکه کې ولېږدول شوو.

Comments are closed.