له نهو کلونو وروسته د آبخورک د سکارو لېږد پیل شو

116

د ابخورک- ایبک ترانسپورټي لاره د سکرو باروړونکو موټرونو پر مخ خلاصه شوې، چې اوسمهال د سکرو د ۱۰۰ موټرو په ظرفیت یې د لېږد چارې پیل شوې دي.
د یاد معدن د کېندنې چارې په ۱۳۹۱ کې پیل شوې وې، چې اوسمهال ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
د پلخمري د ډبرو سکرو  ریاست د تخنیکي مرستیال انجینر عباس عرفان ویلي، چې  سیمه کې د طالبانو د ترهګریزو بریدونو له امله د یاد معدن چارې ځنډېدلې وې.
نوموړي ویلي، چې د ابخورک کان د اتیا زره مټریک ټنه د ډبرو سکاره ذخیره شوي وو، چې اوس مهال به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد معدن په جوړېدو سره ډیری ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

Comments are closed.