بلوچ جنګیالیو، مشکي دره کې ۹ پاکستاني پوځیان وژلي

98

د بلوچستان ازادي غوښتونکي غورځنګ تېره ورځ د بلوچستان په “مشکي دره” کې د پاکستاني پوځیانو پر نوې جوړې شوې اډې برید کړی، چې په پایله کې ۹ پاکستاني پوځیان وژلي، او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د “BLF” ډلې ویاند ګهرام بلوچ په رالېږلې خبرپاڼه کې د یاد برید مسوولیت منلی، او زیاته کړې یې ده، چې تر هغو به پر پاکستاني پوځیانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، چې خپلواکي یې نه وي تر لاسه کړي.
دغه راز بلوچ جنګیالیو په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو او د دوی پر پانګولو بریدونه زیات کړي، او دوی ته یې مالي او ځاني زیان اړولي دي.

Comments are closed.