د امام صاحب لویه لار له طالبانو پاکه شوه

96

افغان ځواکونو تېره شپه د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د کندوز د امام صاحب لویه لار له طالبانو پاکه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو تېره شپه د کندوز په امام صاحب ولسوالي کې پر طالبانو هوایی برید کړی، چې په پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.
دغه راز افغان ځواکونو د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
دوی زیاته کړې، چې طالبانو په قشلاق سیمه کې د ملکي وکړو د تګ راتګ پل ویجاړی کړی و، د افغان ځواکونو له لوري بېرته ورغول شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې،د افغان ځواکونو د انجینري څانګې مسوولینو په یاده سیمه کې د طالبانو ماینونه چې د ملکي وګړو د تګ راتګ په عمومي لارو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ کړل.

Comments are closed.