بهرنیان تر ټاکلې نېټې مخکې افغانستان پرېږدي

163

اسوشټیډ پریس ته یو امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې امریکا او نور بهرني ځواکونه اوس مهال په دې تمرکز کوي، چې څنګه له افغانستان څخه له ټاکلې نېټې وړاندې ووځي.

د سرچینې په خبره د امریکا او د قراردادیانو د وتلو بهیر په چټکۍ سره مخ ته روان دی او ښايي په جولای میاشت کې د ټولو بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر بشپړ شي.

په ورته مهال بیا د سیمې هېوادونه او یو شمېر نړیوال شنونکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته اندېښمن دي او زیاتوي، چې د امریکايي او نورو بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته به ښايي په یاد هېواد کې جګړې د بیا ځل لپاره زور واخلي او افغانستان به د ترهګرو په ځاله بدل شي؛ خو افغان حکومت بیا وايي، چې دا هرڅه په یواځې ځان مدیریت کولای شي او جګړه مارو ډلو ته به د جګړې په ډګر کې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

Comments are closed.