د ولسمشر غني او حمدالله محب خبرو د پاکستان حکومت وارخطا کړی

227

وروسته له هغې، چې ولسمشر محمد اشرف غني له شپېګل ورځپاڼې سره په مرکه او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان خلاف توندې څرګندونې وکړې؛ نو اوس پاکستاني حکومت اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خیل احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې علي خیل یې د حمدالله محب او ولسمشر غني د وروستیو څرګندونو د ځواب لپاره ور غوښتی.

ولسمشر محمد اشرف له یادې ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ویلي و، چې طالبان په پاکستان کې منظم روزنیز مرکزونه لري او همداشان  پاکستان د طالبانو د منظم ملاتړ سیستم مخ ته وړي.

په همدې حال کې بیا محب ننګرهار کې د خپلې وینا پر مهال ویلي و، چې پاکستان افغانستان کې جنګي ډلې روزلي او افغانستان کې یې د خپلو اهدافو لپاره جنګوي.

Comments are closed.