پټریوس: افغانستان کې ناامني د ټولې سیمې لپاره لوی ګواښ دی

93

 افغانستان د خپل ستراتیژیک موقیعت په لرلو سره داسې هېواد دی، چې ناامني یې ټوله سیمه نا امنه کولای شي.

پخواني امریکايي جنرال ډېوېډ پټریوس ویلي، چې که افغانستان کې جګړه دوام وکړي؛ نو د سیمې هېوادونه به هم لوی زیان وویني او هلته به هم د ناامني رېښې وغځیږي.

نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې هیڅ داسې کوم ثبوت نشته، چې وښيي، چې افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وي؛ بلکې لاهم په یاد هېواد کې ترهګرې ډلې خپل فعالیتونه ترسره کوي او هره ورځ د بې ګناه وګړو وینه تویوي.

د پټریوس په خبره که د سیمې هېوادونه غواړي، چې په راتلونکي کې امن وي؛ نو د افغانستان په مسئله کې دې جدي رول ولوبوي.

نوموړي په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هم خواشېنونکی بللی او له طالبانو یې غوښتي، چې خپلې غوښتنې د زور نه بلکې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي.

Comments are closed.