واشنګټن پوسټ: طالبان باید وپوهیږي؛ بایډن افغانستان یواځې نه پریږدي

113

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم، افغانستان کې د طالبانو له لوري جګړو زور اخیستی، چې دا چاره امریکا ته خورا اندېښمنه ونکې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان حالاتو ته کتنه کړې او ویلي یې دي، چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته تمه داوه، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کیني او روانه مسئله د مذاکراتو له لارې حل شي؛ خو طالبان نه یواځې دا، چې خبرو ته حاضر نه شول؛ بلکې جګړې یې لا تېزې کړې.

د ورځپاڼې په باور؛ که څه هم طالبانو په افغانستان کې بهرنیو دیپلوماتانو ته ډاډ ورکړی؛ خو یاده ډله هیڅ د باور وړ نه ده.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکلي، چې طالبانو افغانستان کې د واک ته رسېدو لپاره جګړې زیاتې کړې؛ خو یاده ډله باید وپوهیږي، چې امریکا به په دې سختو شرایطو کې افغانستان پرېنږدي او بایډن له افغان حکومت سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ دی.

واشنګټن پوسټ یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له افغانستان څخه شاوخوا ۴۵ سلنه امریکایان وتلي او پاتې نور به هم ډېر ژر ووځي.

Comments are closed.