شل کاله ګوانتانامو: د بې عدالتۍ او شکنجې سمبول؟

76

په افغانستان کې د امريکا له دوو لسیزو راهيسې روانه جګړه پای ته رسېدلې ده، خو د ګوانتانامو امريکايي زندان اوس هم پرانيستی دی. په تېرو کلونو کې د دې زندان د تړل کیدو پلانونه رد شوي دي.

د۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې تر پېښې څلور مياشتې وروسته د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه د کيوبا په ګوانتامو ټاپو کې د امريکا د توقيف مرکز «ايکسرې» ته په لومړي ځل شل بنديان انتقال شول. تر دوو لسيزو او جګړې تر پای وروسته هم دې زندان ډېر تغير نه دی کړی.

محمدو اولد صالحي د خپل ژوند ۱۴ کاله په دې زندان کې تېر کړي. نوموړی اويا ورځې شکنجه شوی او درې کاله ترې کابو هره ورځ پرله پسې ۱۸ ساعته پوښتنې ګرويږنې او تحقيقات شوي. تر نيول کيدو دمخه هغه په آلمان کې ژوند کاوه. پر نوموړي شک وو چې د القاعدې شبکې د فعالو غړيو څخه دی او د سپتمبر د يولسمې نېټې په بريد کې یې لاس درلود. خو دا ټول تورونه په محکمه کې هیڅکله هم ثابت شوي نه دي.

صالحي ۱۴ کاله په ګوانتانامو کې بندي وو. په دې ترڅ کې نه پر هغه د اقامې دعوی شوې او نه هم دا چې مجرم وبلل شي او سزا ورته ورکړل شي. موريتانيا نژاده صالحي اوس ۵۰ کلن دی او له زندانه آزاد شوی دی، خو د هغه د ژوند د ۱۴ کالو په بدل کې چې په اصلاح ترې غلا شوي، هيڅ تاوان نه دی ورکړل شوی.

د امريکايي مدافع وکيلې نینسي هاليندر د ژوند دا تر ټولو مهمه قضيه نن هم هغه تعيقبوي. د صالحي پر ژوند يو فلم هم جوړ شوی دی. د نوموړي جرم دا وو چې په افغانستان کې یې د ترهګرو په يوه روزنیز کمپ کې برخه اخيستې وه او د اسامه بن لادن يوه تليفون ته یې ځواب ويلي وو. که څه هم چې دا خبره داسې نه وه چې له پامه وغورځول شي خو د هغه د وکيلانو په حواله دا څه د صالحي د مجرم ثابتولو له پاره هم کافي نه دي.

ګوانتانامو؛ د قانون تر پښو لاندې کول

په ګوانتانامو زندان کې داسې ډېرې کيسې موجودې دي. هاليندر وايي چې د ګوانتانامو له لارې چې د امريکا کوم انځور رامنځته شوی هغه د داسې يوه هيواد دی چې قانون ته درناورې نه لري. نوموړې دې ته د «تاسف وړ وضعيت» په سترګه ګوري.

دا خبره يوازې پر هغو ديارلسو بنديانو صدق نه کوي چې د اقامې د دعوی پرته تر اوسه هلته زندانيان دي او له کلونو راهيسې آزاديدو ته په انتظار دي، بلکې پر هغو کسانو هم صدق کوي چې د «هميشني زنداني» اصطلاح ورته کارول کيږي او د سپتمبر د يوولسمي نېټې تر بريد شل کاله وروسته هم خپلو قضيو ته د رسېدګۍ په تمه دي.

قانوني سيستم په سستماتيکه توګه له پامه غورځول

د بخښني نړيوال سازمان غړې دافنه ايوي ايتر چې د ګوانتانامو د چارو کارپوهه ده، وايي چې د قانون د حاکميت نه شتون کومه تسادفي معامله نه وه، بلکې د امریکا د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش د حکومت په دوره کې د امريکايي ادارې موخه هم همدا وه. ايوي ايتر وايي: «د بوش ادارې په بهرنيو هيوادونو کې زندانونه په دې موخه جوړ کړي، څو هلته د امريکا له قانوني نظام څخه فرار ممکن شي.»

Symbolbild Camp Delta Guantanamo Bay

نوموړې د ايمنستي له پاره په خپل يوه رپوټ کې په ګوانتانامو زندان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې غندلي دي. په دې رپوټ کې پرته له اقامې دعوې د بنديانو په توقيف کې د ساتنې او همداراز د غير انساني چلن او شکنجو جزيات درج شوي دي.

دافنه، وايي چې که څه هم چې د دې تورونو د تصديق له پاره کوم ښکاره شواهد نه شته، خو د امريکا د سنا مجلس د استخباراتو کمېټې له خوا ترسره شوې څېړنې او همدا راز په نورو څېړنو کې هم دا خبره شوې ده چې په ګوانتانامو کې څرنګه زندانيان په ډېره بې رحمۍ شکنجه شوي دي.

د کيوبا په ګوانتامو ټاپو کې د امريکا د سمندري ځواکونو دا اډه تر سلو کلونو هم زړه ده، خو د سپتمبر د يولسمې نېټې تر بريدونو څو مياشتې وروسته د توقيف په یوه مرکز بدله شوه. دا مرکز ډېر بد نوم لري. له القاعدې سره تړاو لرونکي د يوه بندي عبدالرحيم النشيري وکيل انتهوني نتالې هم د ګوانتانامو د وضعيت په اړه ډېره ناهيلي څرګنده کړې ده. هغه وويل: «موږ شرميږو چې هغه ټول اصول چې پر بنسټ یې موږ داسې يو هيواد رامنځته کړی وو چې موږ ورته آزاد هيواد ويلی شو، چېرې چې هر کس د يو ډول عدالت حقدار وي. خو همدې هيواد دا اصول ترک کړي دي.»

د ګوانتانامو د راتلونکي په اړه پلان

د ګوانتانامو د توقيف مرکز د بندولو لومړی پلان د جارج بوش د ادارې په وروستيو ورځو کې چمتو شوی وو. بارک اوباما یې څو وارې د بندولو ژمنه کړې وه، خو په کانګرس کې یې ديموکراټانو اکثريت له لاسه ورکړ. جمهوري غوښتونکي اکثريت په دې اړه يو قانون تصويب کړ چې له مخې یې «هغه څوک چې په ګوانتانامو کې زنداني شوی وي، په هيڅ دليل امريکا ته نه شي داخليدلی. که هغه د محکمې او يا هم د درملنې د اړتيا له مخې وي.» نيسني هالندر وايي چې د دې قانون له کبله د ګوانتانامو زندانيان امريکا ته بيول په قانوني توګه هیڅ امکان نه لري.

پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دې اړه د تګلارې په بدلولو سره اعلان کړی وو چې د ګوانتانامو زندان به پرانيستی وي.

د دې زندان په اړه تګلاره کې تغير د اوسني ولسمشر جو بايدن په دوره کې راغلی دی. واک ته تر رسيدو وروسته د بایدن وياند د هغه له قوله وويل چې نوموړی غواړي په خپله دوره کې د دې مرکز د بندولو له پاره پر یوه پلان کار وکړي. خو د امريکا د سنا د استخباراتي کمېټې په تازه غونډه کې د بايدن ادارې هيڅ کوم غړی موجود نه وو. نيسني هالندر وويل چې داسې نه ښکاري چې حکومت دې پر خپله خبره ودريږي.

ګوانتانامو نن د څه سمبول دی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګوانتانامو اوس په کومه معنا دی، د امريکا د مدني آزاديو په اتحاديه (ای سي ايل يو) کې د امريکا ملي امنيت د پروژې مشرې حنا شمسي دويچه ويله ته وويل: «ګوانتانامو نن د امريکا د بې عدالتۍ، شکنجې او له واک څخه د ناوړه استفادې په سمبول بدل شوی دی.»

شمسي شکايت کوي: «که چېرې حکومت د هغو بنديانو په اړه چې له شکنجې سره مخ شوي دي او هغه چې د مرګ د سزا د خطر سره مخ دي، د حقوقي دعوی له پاره کافي شواهد لري نو د دغه قضيو د حل کولو له پاره د محکمې د جريانانو په اړه توافق وکړي.» هغه زیاتوي چې په بل صورت کې بايد هغوی آزاد کړل شي.

شمسي وويل چې امریکايي حکومت بايد له دغو کسانو څخه چې په غيرقانوني توګه هلته ساتل شوي، بالاخره بخښه وغواړي.

دویچه ویله

Comments are closed.