افغانستان کې زلزله؛ د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل

87

د افغانستان په سویل ختیځو پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زورورې زلزلې ۴۰ ساعته وروسته د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي.

په افغانستان کې د ط.. البانو حکومت پکتیکا والي ثــ.ـناالله معصـ.وم رسنیو ته وویل تېره شپه ‘چارشنبه ‘ په پکتیکا کې د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل او موږ ته داسې کوم تازه رپوټ نه دی رسېدلی، چې کومې سیمې ته دې دا عملیات نه وي رسېدلي. ”

ښاغلی معصـ.وم وايي، د ژغورنې ډلو وکولای شول، ټولو هغو سیمو ته ورسېږي، چې زلزلې ځپلې دي.

د ط.. البانو ځايي چارواکو د زلزلې پر دویمه ورځ یوه خبري غونډه کې د مخکې په څېر د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۰۰ کسان او د ټپیانو شمېر نژدې ۱۵۰۰ کسان یاد کړ، په داسې حال کې چې تېره شپه د مرګژوبلې ډېرېدو اندېښنې څرګندې شوې وې.

د هغو ټپیانو په هکله چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه و، ویل شوي چې پلازمېنې کابل او ځینې نور د ګاونډي ولایت پکتیکا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.