د هګۍ روغتیایي ګټې

178

 آیا د هګۍ له روغتیایی ګټو څخه خبر یاستئ  !

 د سهار چای لپاره باید لومړنۍ انتخاب هګۍ وي ځکه چې دغه خواړه هغه غذايي مواد لري کوم چې انسان له مهمو ناروغیو ژغورلی شي . د هګۍ طبی ګټې په لاندی ډول دي .

① د عصبي  حجراتو  لپاره ډیر اړین دی : هګۍ د کولین ( Choline ) نومې مواد غوره سرچینه ده کوم چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړی کولو کې مهمه ونډه لري . هګۍ د اعصابو  روغتیا ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي . د هګۍ ژیړ خاصه اندازه فولیټ ( Folate ) لري کوم چې عصبي حجرات فعاله ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتوي . هګیو کې شته ویټامین بي ۱۲ ( Vitamin 12 ) د اعصابو لپاره دفاعي ځواک جوړوي .

②  هډوکي پیاوړی کوي : هګۍ د ویټامین ډي ( Vitamin D ) لپاره هم غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډیر اړین دی . له دې سربیره په هګیو کې شته کلسیم ( Calcium ) او فاسفورس ( Phosphorous ) له بدن څخه اوستیوپروسېس ( Osteoporosis ) نومې مواد له منځه وړي او هډوکي  پیاوړی او کلکوي .

③ د بدن وزن په یو حالت ساتي : هګۍ زیاته اندازه پروټین لري چې په همدې اساس هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړي عضلې ولري یوه غوره انتخاب دی . د هګۍ استعمال د زیات خواړو خوړلو مخه نیسي چې په دې ډول د اضافي وزن زیاتیدو په مخنیوی کې مرسته کوي .

④ د نوکانو او ویښتانو لپاره ډیر ګټور دي : څیړنې ښيي چې هګۍ سلفر ( Sulphur ) لرونکی امینو اسید ( Amino acid ) لري کوم چې نوکانو پیاوړی کولو سربیره ویښتان هم پیاوړی او ښکلی کوي . هګیو کې شته نور منرالونه لکه سلینیم ( Selenium ) ، اوسپنه ( Iron ) او زینک ( Zinc ) د ویښتانو او نوکانو روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دي .

⑤  د سترګو لید زیاتوي : هګیو کې لیوتین ( Lutein ) او زیاګزانتین ( Zeaxanthin ) نومې مواد وجود لري کوم چې د کروټینایډ ( Carotenoids ) ډولونه دي . دغه مواد د سترګو لید زیاتولو کې خاص اهمیت لري . پورتني مواد انسان د سترګو له مختلو ناروغیو لکه د سترګې ګل ( catract ) ، سترګو عدسيي له منځه تلل او ځینې نورو څخه مخنیوی کوي .

⑥ د تیو ( سینې ) سرطان خطر کموي : مختلفو څیړنو پر بنسټ هفته کې ۶ هګۍ خوړل

په انسان کې ۴۴٪ د سینې سرطان خطر کموي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.