د مڼې ګټې

208

د مڼې ګټې؛ هغوی چې نه یې خوښيږي، په خبریدو به یې خوړل پيل کړي

د اللهﷻ ډېر نعمتونه دي او هر یو انسانانو ته جلا جلا ګټې لري، چې یو له هغې مڼه ده چې په کې د انسان لپاره ډېرې ګټې نغښتي دي.

1) مڼه یو له هغه مېوو څخه ده چې د پوستکي لپاره د درملو په شان ګټوره ده، د مڼې خوراک پوستکی تازه کوي، د مخ ګونځې ختموي او د مخ د تازه والي سبب ګرځي.

2) هغوي چې د وینې له کمښت سره مخ دي، که هر سهار د چای څښلو وړاندې (په روژه کې له پیشلمي لږ وړاندې) یوه مڼه نوشي جان کړي، نو د وینې د کمښت ستونزه به یې له منځه ولاړه شي، د مخ ژېړوالی به یې هم له منځه ولاړ شي او لکه د مڼې په شان به سوروالی پکې پیدا شي.

3) مڼه د اوسپنې ښه منبع ده او هغوی چې د ملا له درد څخه شکایت کوي، نو د مڼې خوراک ته دې په خپل مهال وېش کې ځای ورکړي.

4) مڼه د ګُردو د تېږو په لمځنه وړلو کې هم مرسته کولی شي.

5) هغوی چې ډېره مطالعه کوي او یا فکري کارونه زیات کوي، نو مڼه دې تل خوري ځکه مڼه په خپل ترکیب کې فاسفورس لرونکې مېوه ده او د انسان د ارامه کېدو سبب ګرځي.

6) مڼه د شکر ناروغۍ لرونکو کسانو ته هم ګټه لري او مڼه د زړه ښه ملګرې ده.

7) د مڼې خوړل او،  بوي،  کول يي د وینې فشار ټېټوي ځکه مڼه د اوسپنې، کلسیم، پوتاشېم او مګنېزېم لرونکې مېوه ده.

8) د مڼې خوړل خولې او غاښونو ته هم زیاته ګټه لري، په مڼه کې شته اسيدونه د دې سبب کیږي چې د خوړلو او ژولو په وخت کې بکتریاوې له منځه یوسي او غاښونه پاک کړي، د یوې مڼې خوړل دومره ګټه لري لکه چې مسواک مو کارولی وي.

9) مڼه اشتها راوړونکې مېوه ده.

10) د مڼې خوراک د ساه لنډۍ ناروغۍ په لمنځه وړلو کې هم مرسته کوي او د دې ټولو تر څنګ مو ددغه مېوې خوراک ځوان هم ساتي.

اوس نو ستاسو خوښه چې مڼې خورئ او که لا مو هم ورسره جوړه نه ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.