د ګني جوس (۹) جالبې روغتیايي ګټې

219

ګني د خوند تر څنګ روغتیایي ګټې هم لري. ګني د جوس تر څنګ همداسې د ګنډیرۍ په شکل هم څښل/خوړل کیږي. په اسیایي هیوادونو کې ګني نه یوازې له مالي پلوه بلکې د روغتیایي چارو په برخه کې هم ډير زیات ګټور تمامیدی شي.

۱. د ګني جوس د پښتورګو لپاره ګټور دی، روغتیایي څیړنو دا روښانه کړې ده، چې د ګنی په خوږوالي کې د نورو خوږو په پرتله کولیسترول او سودیم په کمه اندازه شتون لري. همدا لامل دی چې پر پښتورګو ښه اغیز کوي.

۲. ګني په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه کلسیم، مګنیزیم، پوتاشیم او اوسپنه نومي مواد لري. له همدې لامله ګني ته د سرطان ناروغۍ د مخنیوي طبیعي درمل هم ویل کیږي.

۳. د ګني جوس کې موجود کلسیم او تیز قدرت لرونکي مواد د بدن هډوکي او غاښونو په کلک ساتلو کې مرسته کوي. خو زړو ښځو او زاړه نارینه وو ته یی مه ورکوﺉ هسې نه چی له هغه شته غاښونو څخه یې خلاص کړﺉ البته جوس یې ورکولای شئ

۴. ګني د انسان بدن ته قوت ورکوي، او د ګرمۍ په موسم کې بدن یخ ساتي.

۵. د ګني شربت (جوس) څښل ځیګر ته وده ورکوي، او انسان د خیټې ناروغیو څخه ژغوري.

۶. د شکر ناروغۍ لپاره د ګني جوس هم بې اندازې ګټور دی، د ګني په خوږوالي کې هغه ماده کمه موندل کیږي، چې د شکر ناروغۍ ګواښ زیاتوي.

۷. د ګني جوس د سینې سرطان مخنیوی او د انسان د بدن غړو ته د مقاومت ځواک ورکوي.

۸. د ګني جوس څښلو سره غاښونه له چینجنیدو ژغورل کیږي او د ساه اخیستلو پر وخت د خولې بدبويي ختموي.

۹. همدارنګه ګني د نیم سیري، د ستوني خارښت او زکام لپاره هم یوه ډیره ګټوره کورنۍ درمنله ګڼل کیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.