یوه سندره ډېره پخوانۍ ده که تاسې اورېدلې وې، څه داسې ده چې” مدام به خوار او زار وي، د دوو ښځو خاوند” ، خو له دې را تېرېږئ داسې ځوانان شته چې سل ښځې لري.
کیسه داسې ده چې د نایجریا اوسېدونکي محمد بیلو ابوبکر چې ۹۳ کاله عمر یې درلود د ور پېښې ناروغۍ له کبله ومړ، هغه په ټول ژوند کې یوازې یو ریکارډ جوړ کړ چې سل ښځې یې نکاح کړې.
یوه بریټانوي ورځپاڼه بیا لیکي چې د هغې ۸۶ مېرمنې وې، خو خپله د نایجریا یوې ورځپاڼې “ډیلي ټرسټ” لیکلي، ابوبکر ۱۳۰ ودونه کړي وو، خو په دوی کې یوازې لس مېرمنو ته طلاق ورکړی وو.
د هغې د اولادونو په اړه ویل کېږي چې ۲۰۳ ماشومان لري او له مرګ وړاندې یې په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، اوس یې وخت پوره دی، خو دا هیله یې پوره شوې چې باید سل ودونه ولري، خو اوس له خپل رب سره د لیدو لهپاره تیار دی.
سرخط ورځپاڼه