مګرمچ یا کورکېډیل نصواري رنګ لري، خو راځئ نن په سرخط کې د داسې مګرمچ په اړه ولولئ چې په خوب کې به مو هم نه وي لیدلی.
کیسه داسې ده چې د امریکا په فلوریډا یالت کې د یوه پارک دننه داسې مګرمچ شته چې له خولې نیولې، تر لکۍ ټول تک سپین دی.
د دې مګرمچ سترګې نسبت نورو ته ښکلې او سور رنګ لري، له همدې کبله اوس خلکو دې مګرمچ ته د موتي نوم ورکړی.
د دې وزن ۱۰۵ پونډه دی او اوږدوالی یې نېږدې اووه فټه ته رسېږي. اوس ژو پېژندونکي وايي، دا ډول مګرمچ ډېر نایابه وي او دوی به یې د نسل د زیاتېدو په اړه هڅې وکړي.
سرخط ورځپاڼه