د نړۍ د ښکلا نوې ملکه پېژنئ؟

0 1,099

په نړۍ کې هر کال د ښکلا د ملکې د ټاکلو سیالۍ کېږي، دا ځل نو د ښکلا د ملکې تاج د یوې فرانسوۍ په سر کېښودل شو.
د نړۍ دا ښکلې ایریس متنایري نومېږي او په وروستي ځل یې د نړۍ ۱۲ نورو ښکلو نجونو ته ماتې ورکړه او لومړۍ درجه یې واخیسته.

دا ځل د نړۍ د ښکلا د ملکې ټاکل کېدو سیالۍ د فلپاین په منیلا ښار کې وشوې چې وروستي پړاو ته یې دیارلس ښکلې نجونې ټاکل شوې وې.
له دې امتیاز ګټلو وروسته ایریس ویلي، دا مقام یې د نړۍ خلکو د خدمت له‌پاره ګټلی او غواړي له همدې لارې د خلکو مرسته وکړي.

همدا ډول ریکویل پلیسیر او اینډریاټیور چې له هیټي او کولمبیا هېوادونو څخه دي، په دویم او درېیم درجه کې راغلې دي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.