راځئ نن په سرخط کې له یوې ۸۹ کلنې داسې مېرمنې سره وپېژنئ چې هره ورځ څلور طبي عملیاتونه کوي او نږدې له ۶۷ کالو راهیسې یې همدا دنده ده.
ایلالیوکینا نومې مېرمن وايي، تر اوسه یې تر لس زره زیات عملیات کړي او د ډېری خلکو ژوند یې ژغورلی.
هغه په مسکو کې اوسي، اوس چې هم عملیات کوي، لاس یې نه ښوري، دقت یې په خپل ځای وي او د سترګو دید یې هم د عینکو په مرسته بېخي سم دی.
دا په داسې حال کې ده چې په مسکو کې د تقاعد عمر ۶۰ کلن ټاکل شوی، خو مېرمن ایلالیوکینا غواړي تر دې هم زیات کار وکړي او د خلکو د خدمت مصدر وګرځي.
سرخط ورځپاڼه