د دې ښځو دې خدای ناره واوري

0 797

یوه نوې څېړنه ښيي چې په جرمني کې نږدې پنځوس زره داسې ښځې شته چې سنت شوې دي.
په دې شمېر کې وروسته له هغه زیاتوالی راغلی چې له ۲۰۱۴ مېلادي کال وروسته دې هېواد ته د کډوالو ورتګ زیات شو.
په دې څېړنه کې ویل شوي چې دغه ښځې يا نجونې ډېری یې د اريتريا، عراق، سوماليا، مصر او ايتوپيا دي.

په ځينو هېوادو کې نجونې هغه مهال سنتېږي چې بلوغ ته ورسېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان د اټکل له مخې، په نړۍ کې نږدې ۲۰۰ ميليونه نجونې او ښځې سنت شوې دي.

دا ډول نجونې او ښځې له مېړه سره د يو ځای کېدو، تشو بولو او لنګون پر مهال سخت درد گالي.
د ښځو د بشري حقونو سازمان دا کار له بشري حقوقو جدي سرغړونه بولي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.