دا به مو اورېدلي چې وي چې څوک کومې بلې سيمې ته لاړ شي، نو څو ورځې وروسته يې بدن له هغې هوا سره توافق کوي، خو داسې به مو تر اوسه نه وو ليدلي چې د يوې سيمې د انسانانو بدنونو دومره توافق کړی وي چې د اوبو پر ځای زهر څښي او تنده ورباندې ماتوي.
دغه انسانان د چلي په اټاکاما سيمه کې اوسي او چې تږي شي، د اوبو پر ځای زهر څښي.
د چلي پوهنتون څېړونکيو ويلي دي، د کيوبراډا کامارونس سيمې اوبه يې کتلې دي او پرېمانه ارسينيک يې پهکې پيدا کړي دي.
دوی وايي، په کومه اندازه ارسينيک باندې چې اوبه په زهرو بدلېږي، تر هغې اندازې، په دغو اوبو کې سل چنده زيات ارسينيک شته.
څېړونکيو د دغې سيمې د ۱۵۰ کسانو جېنز څېړلي دي او مالومه کړې يې ده چې د دوی په ډيايناې کې داسې جين شته چې نور انسانان يې نه لري.
د دوی په خبره، دغې سيمې ته اووه زره کاله مخکې کډوال راغلل، خو هلته يوازې په زهرو لړلې اوبه وي.
څېړونکي وايي، له کډوالو سره دوه لارې وې، يا به يې دغه زهرجنې اوبه څښلې، يا به له تندې مړه کېدل، خلکو د اوبو څښل پيل کړل او بالاخره يې بدنونه ورسره عادت شول.
سرخط ورځپاڼه