له ټرمپ څخه چاکلېټ جوړ شو

0 826

په ترکیه کې هر کال د چاکلېټ، ککو، مټايي او ایس‌کریمو یو فیسټيوال جوړېږي، خو سږ کال یې داسې یو ایس‌کریم، چاکلېټ او کېک تیار کړی چې د ټرمپ مینه به مو پرې ماته شي.

د دې فيسټيوال ګډونواله مشهوره مجسمه جوړوونکې طوبی ګېګل وايي، د ټرمپ پر مجسمې یې زیات وخت لګولی، ان د هغه نیکټايي یې هم ورجوړه کړې.

خو دا مجسمې نه خوړل کېږي او نه هم د پلور له‌پاره دي، بلکې په یوه موزیم کې ايښودل کېږي چې تر اوسه په‌کې د جان لېنن، نېلسن منډېلای او د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل مجسمې ايښوول شوې دي.
پر دې مجسمو هر کال داسې مواد وهل کېږي چې ژر خرابې نه شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.