دا توتي، توتي کم، انسان ډېر دی

0 858

توتي یوازې دومره پېژنو چې خبرې کوي او کله کله داسې یوه ټوکه وکړي چې ټول وخندوي، خو راځئ نن د داسې توتي په اړه ولولئ چې غم او خندا دواړه یې یوازې له انسانانو سره شریک دي.

دا توتي په نیوزیلانډ کې دی او نه یوازې دا چې یوازې خپله خاندي او یا هم ژاړي، بلکې له ځان سره نور هم خندوي او ژړوي، ځکه انداز یې داسې وي چې انسان مجبور کړي چې ورته عکس العمل وښيي.

د دې توتي نوم Kea دی او ډېر کله د خلکو غم او ښادۍ ته هم ورځي او ورسره ګډون کوي، بیا په خپله مخه ځي.
بل کمال یې دا دی چې د بل هر انسان په څېر ورته غږ وباسي، داسې چې هيڅ توپیر په‌کې نه وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.