یوه سعودې عربي مسلمان پلار په خپله نوې پیدا شوې لور د ایوانکا Ivanka نوم کېښود

0 2,445

یوه سعودې عربي مسلمان پلار په خپله نوې پیدا شوې لور د ایوانکا Ivanka نوم کېښود
د سعودې هېواد د شمالي ښار ارار Arar یو اوسېدونکې سلیم الایاشي الانزی Salem Al-Ayashi Al-Anzi په خپله نوې پیدا شوې لور د (ایفانکا Ivanka ) نوم ایښی دی. او همدا نوم یې د سعودې عربستان د روغتیا په وزارت کې له ثبت کېدو وروسته د یو لړ نیوکو سره مخامخ شوی دی. دا خبر په ډیرو نړیوالو رسنیو کې هم خپور شوی او د خلکو توجه یې خانته راړولې ده.
د نوې پیدا شوې ماشومې پلار د خپل دې کار علت د ډونالډ ترمپ نه خپله مننه، مینه، عزت او احترام ښوولی چې دونالد ټرمپ وکولی شول په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال وروسته د هغه هېواد یو هوایي ډګر په کروز میزایلو وولي.
یادونه: خو تر اوسه دې پلار ته چا کافر، ملحد، سیکولر یا غربپلوه نه دي ویلي او یو زیات شمیر سعودیانو یې دا کار ستایلې چې که خدای وکړی او ترمپ ترې په دې کار خوشاله او له سعودي څخه ملاتړ او ساتنه یې وکړي.

Leave A Reply